دامریکــــی دملــــی امنیت پرنــــــــوي کړنلاری بانــــدی یــــوه څیړنــــدويه ګـــــــزارش !
   ژباړونکی :((عزیزاحمدخوارمل)) ژباړونکی :((عزیزاحمدخوارمل))

      دانټرنیت  دمنابعوڅخه

دسوري یوي ورځپاڼې ولیکل :سربیره پرهغه چې میرمن"كاندوليزا رايس"،  لمړنۍ امریکایی جګپوړۍ چارواکه وه چې یې ومنله ،هیوادیې په عراق کی ډیر ی تیروتنی کړي دي،اودااوس په نظر نه رسی چې دبوش دولت دی هغسی تیروتنی یې چې په افغانستان اوعراق کې ترسره کړیدی دعبرت لوست ځینی اخیستی وي .

سوري "ابيض و اسود"اونیز ه، په خپل وروستی ګڼه کې د"توفيق جراد"لیکلوال لیکنه یې دامریکی دملی امنیت دنوی کړنلاره په برخه کې،چې څه موده مخکې خپره سوی وه، څیړندویه  ګزارش یې  په  دی هکله لیکلی اوخپورکړی دی .

ددی ګزارش پربنسټ ، "استيون هادلي" دسپینی ماڼی امنیتی مشاورپه دی ټینګار کوی ، چې(( دنړی په ټولوهیوادونوکې  دبدلونونو ایډیا یو ډول ،دامریکی دملی امنیت    سره اړوند اوتړلی دی ))   چې د۲۰۰۲ م کال دسپتامبردشلمي نه  دهیواددملی امنیت یومعیاری کړنلاره وګرځیده اولا تراوسه ځای پرځای اوفعال دی .

دهغه په ویلو سره ،سربیره پردی ،دامریکی دملی امنیت  په کړنلاره کی د۲۰۰۶ م کال دپاره، ددغه هیواد حالت یې په جګړیز ډول بیان کړیدی اوسپینه ماڼی دسیاسي  مخالفواوموافقوهیوادونودجوړښتونوپه منځ کی یې کوم فرق ندی  ښودلی .

همدارنګه امریکا ((مخ نیوونکی جګړه )) دهغودښمنواو دښنوهیوادونو دمخنیوی دپاره چې غواړي د نظامی واک دلاسته راوستلو د پار ه هڅی کوی، خپل دبهرني سیاست سرلیک ګرځه ولی یې دی  .

امادامریکی ډیر سیاسي کار پوهان له هغی جملی نه میرمن "مادلين آلبرايت"  ددی هیوادپخوانې د بهرنې چارو وزیره دامریکی پردغه د ملی  امنیت دکړنلاری پرمندرجومطلبونوباندی په دی وروستیوکلونوکی چې عملی شوی دی اویا تر کارلاندی دی ،ګوت نیونه  یې وکړه او هغۍ وایې : ښه به  دا وي چې دامریکی دملی امنیت کړنلاره دامریکی  دنارو سورو اودګنګوسو کړنلیک دایران دپاره ونومول شی .  

دالبریت دویلوسره سم ،دري کاله  دعراق  دهیواداودهغه دخلکوپرضدجګړه اوهغه ادعاوې دشرارت دمحوردهیوادونوپه څیروشول،مګردبوش دولت لاتراوسه  ددی مطلب  مدعی دی چې دایران هیواددامریکی دهیواددپاره اصلی تهدید دی ،ځکه ددی هیواد نظامی واک په دا دري  وروستیو کلونوکی  دوه چنده سویدی . آلبرت په ملنډوسره ووله : ایا سپینه ماڼی انتظارلرله ، چې  ددوی متخاصمی  لوری ته داسرایلیانوله لړلیده  ورته دښمن ویل کیږی ،لاس تړلی اوننداره کوونکی پاته سي، ځکه امریکا ددوی پرضد یې خونړی یرغل پیل کړی اووایي  دغه زموږ سرلیک دی  چې امریکی پرموږ یې یرغل کړیدی اوغواړي موږ له منځه  یوسي .

د كلينتون ددولت دباندنی چارووزیره په دی باوری ده ،((دغه سوچ اوفکر دکړنلاری یوه دبری لاره نده .)) دایوه مسخره  ده اودا یوه غمیزه اوفاجعه ده .

"جيمز كلروفيلد" دامریکی دسیاسي چارو یوکارپوه همدارنګه وایې : غمیزه اوفاجعه دادی چې امریکی په خپله دملی امنیت دکړنلاری نه دعراق دتریخوپیښوڅخه عبرت ندی اخیستی .

هغه زیاتوی : دغه دی عراق اوس دیوداخلی جګړي اودمسلحوبانډونود ټکرپرلوري روان دی اوپه وینوکی ډوب دی،اوامریکی ددی هیواددکنترول څخه پاته راغلی دی حتی ددی هیواددپیچلي امنیتی وضعی نه دوارخطایی په حالت کی قرارلري .

ددی امریکایی سیاسي کارپوه دخبروپربنسټ ،ددی هیوادونو تلاښ اوزیاردعراق دامنیتی وضعی دکنترول راوستلوپه هکله دقناعت وړ ندی،له دی کبله په عراق کې دخپلوګډوملګرودګوت نیونوسره هم مخامخ دی،دوي د واشینګتن لاس لرل دعراقیانود ټول وژنی په عملیاتونو کی ورګډ بولی اوامریکا په دی باندی متهمه کوي  ترڅوخپل(( دګډوډی جوړ ولو)) پلانونوته دعمل کالی ورواغوندی .  

دامریکی دملی امنیت دکړنلاری په ګزارش کی ایران راتلوونکی تهدید دامریکی دپاره په ګوتوشوید ی، سیاسی کارپوهانو ددی په وړاندی په امریکی کې سترګی په لاری دی چې دامریکی سیاست دعراق په وړاندی به هم  په دی برخه کې ترسره شی اوهمدارنګه  دولتی واکداران د((مخته نیونی جګړی )) په ټاکلوکی یا دامریکاییان په اصطلاح سره ((ژرتیریدونکی جګړه)) باندی تکیه کوي.

 "نوام چامسكي"((دقدرت اوپایښت)) په کتاب کی وایی : دامریکی دولت  د((مخته نیونی جګړي  اودژرتیریدونکی  جګړي )) دمعنااومفهوم ترمنځ  فرق یې په نظر کې  ندی نیولی . په داسی حال کې چې ژرتیریدونکی جګړه هغه وخت پیل  کیږی  چې مخامخ لوري لاس یې  دوسلوپرماشه ایښی وي اوپه زغرده توګه تهدید وی ،همدارنګه مخته نیونکی  جګړه دجکړي پیل کولوته بیله دیوواقعی تهدیددمنځته راتلوپرته معنا اومهفوم ورکوي . اوداهغه ټاکنه وه چې سپینه ماڼۍ  دعراق په هکله مخته ونیوله ده .

"ويليام فاف"،نامتوامریکایې لیکوونکی دامریکی دملی امنیت دکړنلاری  اوددی سندد ټیټوالی په هکله ګوت نیونی کړی اووایي : پاراګرافونه اوحتی  جملی ،متنونه اوایده یې یودبل سره یوشانته اواړوند نه سره ښکاري دمتنونوجملي  جوړه ونکی ندي اوبیله  جوړه وني  په کلیشه ی  ډول جوړاوتنظیم شویدی .

دفاف په باور،دغه یوحقیقی وضعیت بیانوي  ، چې ددی سندلیکوونکی دخپلوپخوانیوعقایداوفکرونو ترتاثیرلاندی دی  ،اوداسی یې راڅرګنده وی .

دغه امریکایي لیکوونکی ،دغه امردامریکی دکنګری دغړودپاره یوسترتوهین  بولی ،ځکه  دوی ددغې کړنلاری څخه باید ملاتړ وکړی .

دی نوی محافظه کاران  چې دامریکی دواک جګپوړی چارواکی دي  په دی متهمه کوي  چې دوی دصهیونیستی فکرونو ترتاثیرلاندی دی چې دامریکی دملی امنیت دکړنلاری سندیې جوړ کړیدی ،اوکه دایران دنظامی واک دتهدیدیونوڅخه راولاړسوی  اندیښنی لیری شی دهغه متن بیله محتوااوبی مفهومه به وي .

دسیاسی څیړونکودویلوپربنسټ ،استوګن،ښاری اوسیدونکی  امریکاییان  کله چې دغه سند مطالعه کوي اولولي  یی داسی پوهه اومفهوم ورنه اخلی  چې هیوادیې په نړی کې دهغوکسانوپه لټه کې دی چې ددوي امر نه منی  اوپه نړی کې دامر دنه منلوپه وړاندی طوفان جوړه وي،مګر دنوروخلکو دپاره چې امریکاییان ندی  په بل ډول  معنا اومفهوم ځینی راباسي اودوي ته یې معنا داسي څرګندیږي  چې دامریکی دولت ددی سندددرج شومطلبونودمحتوا په هکله  زغرنده (جدی)ندی ، مګردجګړی ټاکنه ترنظرلاندی  باید ونیول شي .

ځکه  په سپینه ماڼی  کې داسي ماجراغوښتونکی (ماجراجویان)واک اوقدرت یې په لاس کی اخیستی دي  چې خپل دفکرونودتطبقولودپاره دری کاله یې ورانی ،ویجاړی اووژنی یې په عراق کی رامنځته کړل،همدارنګه لیری ندی چې دغه ډول کړني اوچاري په ایران کی هم تکراراو ترسره کړی  .

مګر "دانيال بنيامين" او "استيون سيمون" چې دبيل كلينتون دجمهوري رياست په دوران کښې دامریکی دملی امینتي غړي وي ،په یوکتاب کی په نوم(( دراتلونکی یرغل)) دوي لیکي : دامریکی ماته اوشکست په عراق کی دسپینی ماڼی دبل ځلی مخه کول دژرتیریدونکی جګړي رامنځته کیدل یې په هر اړخیزه توګه له منځه یوړل .اوپه سیاسی بعد کې دامریکی کړنلاره چې په سیمی کښې ددموکراسي پرپراختیا باندی راګرځیده اوهمدارنګه سنجول سوی وه ، زړه خوښوونکی نتیجی اوګټی یې نه درلودی .

"فرانسيس فوكوياما"  دهغوامریکایې  لړلیدلرونکی  نوي محافظه کارانوله جملی څخه دی چې پرافغانستان اوعراق باندی یې   دژرتیریدونکی جګړي په هکله په خپل وروستی کتاب کی یې ((دنوی راتلوونکی محافظه کارانو دوران ))په نوم ،دغه ډول اقراراواعتراف یې کړیدی : دامریکی کړنلاره وروسته  د(۲۰۰۱ )م کال دسپتامبردیوولسمی نه په پراخه پیمانه دماتي سره مخامخ شویدی .

دفوکویاما دویلوپربنسټ نړی ډیر په پراخه  ډول باندی نا امنه شوي دي دجګړي سیاست دامریکی دسیاست مشکلات اوپرابلمونه یې را څرګند کړچې نورنه سي کولای چې دموکراسي دبرچی په زوراوځواک سره وبهرنیو اووباندنیو ځایونو ،ملکونو اووهیوادونوته صادرشي .

 ابيض و اسودولیکل: د((بوش دامنیتی کړنلاری )) سند یوه فرضیه غوندی دی ،امریکائیان یوترقی غوښتوونکی ملت اودښه اقتصادخاوندان دی او هم دغسی به پاتی شي ،یوازینی پرابلم اومشکل دادی چې څنګه خپل دواک اودنفوذه څخه ګټه واخلي،مګرپه عمل کې مشخص او رامنځته شول ،چې  دامریکی دواک مهمترین پایې((پښی)) دغورځیدوپرلوري راکاږه سوي دی اوامریکا قرارقرارخپل دواک اهرامونه په نړیواله اوبین المللی ټولنه کښې دلاسه ورکوي . / 

 

 


May 29th, 2006


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی